Asset 1SWN

د ټرافیکو ریاست: موټرسایکل چلوونکي دې پلېټونه او لایسنسونه واخلي

large_IMG_5634

د ټرافیکو عمومي ریاست د موټرسایکلونو له چلوونکو غوښتنه کړې چې د موټرسایکل لپاره پلېټ او لایسنسونه واخلي.

دغه ریاست نن دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه پر خپله پاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې موټرسایکل چلوونکي او مالکین دې، د موټرسایکل ټول اړین اسناد ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ریاست ویلي چې موټرسایکل چلوونکي باید د موټرسایکل چلونې پرمهال لایسنس، د خوندیتابه لپاره خولۍ، پلېټ ولري او له دوو کسانو ډېر باید پر موټرسایکل ونه‌لېږدوي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: «موټرسایکل چلوونکي باید د واټ ټرافیکو د قانون خلاف په چپه لاس حرکت ونه‌کړي. محترمې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د موټرسایکل چلولو اجازه ورنه‌کړي.»

https://x.com/traffic_iea/status/1812726805121716270

د ټرافیکو عمومي ریاست له موټرسایکل چلوونکو په ټينګار غوښتنه کړې چې پورتنیو مواردو ته پام وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له چلوونکو سره قانوني چلن کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد ریاست په وینا، که چلوونکي دغه سپارښتنې عملي نه‌کړي، موټرسایکلونه به یې، د ټرافیکو له‌خوا درول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام