Asset 1SWN

هند کې ټرافیکي پېښه؛ اته کسان مړه او ۴۳ ټپیان دي

qna_-india_-accdent-_25082025

په هند کې د یوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

 پېښه نن دوشنبه، اګسټ ۲۵مه،  سهار د یاد هېواد د اوتاراپردېش ایالت په بولندشهر ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې یو کانتینر موټر له یوه ټراکټور سره ټکر کړی چې ټراکټور کې له عقیدتي مراسمو څخه ستنېدونکي زیارت‌کوونکي سپاره وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بولندشهر د پولیسو مشر دینیش کومارسینګ ویلي چې د ټپیانو له ډلې درې کسان په خورا جدي حالت کې دي او د وینټیلېټر په مرسته ساه اخلي.

چارواکو ویلي، د ټپیانو درملنه په نږدې روغتونونو کې روانه ده او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام