حقوقپوهان او دیني عالمان ټینګار کوي چې د قانون، حنفي فقې او اسلامي شریعت له مخې، ښځې د زدهکړې، کار او د مېړه د انتخاب حق لري.
د هغوی په وینا، د ټولنیزو دودونو او رواجونو پر اساس له دغو حقونو څخه د ښځو محرومول هیڅ جواز نه لري او دغه دودونه د شریعت خلاف دي.
خو دغه راپور کې مرکه شویو ښځو ویلي، ټولنه کې ناسم دودونه لامل شوي چې د زدهکړې، کار او د مېړه د انتخاب په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومې شي.
له دایکندي ولایت څخه ۳۰ کلنه زرینه وفایي وايي، د هغې واده د کورنۍ د غوښتنې او د ټولنیز فشار له مخې شوی او اجازه نه وه ورکړل شوې چې له کوژدې مخکې خپل کوژدن وویني.
هغه ځان د دغو دودونو قرباني بولي او وايي: «مور مې تل ویل چې کله زه ووایم چې واده وکړه، باید و یې منې، که نه خلک خبرې کوي. کله چې ریبار راغی، مور او پلار مې ولیدل، پلار مې وویل: ‘انجلۍ څه کوي؟’ موږ ولیدل، شرمنده یو. خلک څه وايي، مهمه نه ده. خو پلار مې د دودونو او د خلکو د خبرو د نه اورېدلو له امله، زه قرباني کړم.»
له پروان څخه ۲۶ کلنه خدیجه احمدي هم ورته تجربه بیانوي.
هغې وویل چې لا د واده لپاره چمتو نه وه، خو پلار یې د خلکو د خبرو د نه اورېدلو په خاطر مجبوره کړه چې واده وکړي.
خدیجه د کوژدې دورې محدودیتونو په اړه هم شکایت لري او وایي: «پلار مې وویل نه غواړم خلک ووایي چې لور یې ځوانه شوې، ولې واده نه کوي. هماغه و چې زما کوژدن یې وکړه. ما هلک نه و لیدلی. اوس مې له کوژدې شپږ میاشتې تېرېږي او نکاح هم شوې، خو اجازه نه راکوي چې یوازې یې ووینم. کله چې زموږ کور ته راځي، له هرې خوا یې تعقیبوي. پلار او وروڼه مې وايي چې کوژدن مې پردی دی او نه پرېږدي چې موږ یو ځای چکر ته ولاړ شو. تر اوسه مې له هغه سره عادت نه دی کړی، د پلار د محدودیتونو له امله.»
زرینه او خدیجه یوازينۍ نجونې نه دي چې د ناسمو دودونو قرباني شوي، دا کیسې د افغانستان د هغو نجونو تجربې انځوروي چې د خپلو کورنیو تر فشار لاندې اړ کېږي د هغوی ټاکلي انتخابونه ومني او له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې، کار او ان د مېړه د انتخاب له حق څخه محرومې پاتې شي.
د کابل اوسېدونکې شمیلا حسینې وايي چې ټولنه کې د حاکمو دودونو له امله یې کورنۍ د زدهکړې او کار په برخه کې پرې محدودیتونه لګولي او د کورنۍ نارینه د هغې کار د شرم خبره ګڼي.
«محلي باورونه او دودونه کولی شي ښځې محدودې کړي. کله چې مې غوښتل خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، کورنۍ ویل چې ښه ده په کور کې پاتې شم. کله چې مې پرېکړه وکړه کار وکړم یا عاید ولرم، کورنۍ ویل دا کار د ښځې لپاره مناسب نهدی او د کورنۍ نارینه بېغیرته ښکاري. د زدهکړې او زدهکړیزو فعالیتونو په لاره کې مې داسې محدودیتونه درلودل لکه د شپې صنفونو ته نهتلل او د پوهنتون له بهرنیو فعالیتونو څخه پاتې کېدل.»
خو ځینې دیني عالمان وايي چې د حنفي فقهې او اسلامي شریعت له مخې، د ښځو لپاره د مېړه د انتخاب او زدهکړې حق ثابت دی او د شریعت له مخې په ټولنه کې حاکم ناسم دودونه نه شي کولی د انسانانو د شرعي حقونو مخه ونیسي.
دیني عالم قطبالدین مجتهد وايي، د درېیم کس په حضور کې د نجلۍ او هلک لیدنه د واده اساسي شرط دی او د اسلامي شریعت له مخې ښځو ته د زدهکړې حق هم ورکړل شوی.
«د واده د نیت لپاره د نجلۍ لیدل روا دي، څو نارینه وکولی شي د واده په اړه پرېکړه وکړي، خو په داسې ځای کې یوازېتوب چې درېیم کس پهکې نه وي، روا نه دی. په اسلامي شریعت کې عرف هغه وخت معتبر ګڼل کېږي چې له شریعت سره په ټکر کې نهوي. دا یوه فقهي قاعده ده چې عرف تر هغه وخته معتبر دی چې د شریعت مخالفت ونه لري. په اسلام کې د علم زدهکړه پر ښځه او نارینه دواړو لازمه ده او د حنفي فقهې علماوو هم څرګنده کړې چې ښځه باید د خپل دین احکام زدهکړي.»
حقوقپوه خواجه محمد عمر غوربندي وایي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون چې په ۱۳۸۸ کال کې تصویب شوی، جبري واده، له زدهکړې محرومول او ورته نور موارد منع کړي او جرم یې بللي دي.
«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون چې په ۱۳۸۸ کال کې نافذ شوی، ځینې دودونه لکه جبري واده او د زدهکړې مخنیوی جرم ګڼي. همداراز په حنفي فقهه کې هم ویل شوي چې که عرف د ظلم سبب شي، د تجاوز لامل شي او د انسان حق ضایع کړي، نو د منلو وړ نه دی. پیغمبر صلیالله علیه وسلم فرمایي: په هغه څه کې چې د خالق نافرماني وي، د مخلوق اطاعت نه واجب دی او نه هم سم دی، که یو کس وي او که سل کسان.»
بل حقوقپوه پروېز خلیلي وایي که چېرې عرف له ښځو د زدهکړې، کار او د مېړه د انتخاب حق واخلي، هغوی کولی شي محکمې ته شکایت وکړي او خپل حق وغواړي.
«د زدهکړې حق، د واده حق او د کار کولو حق هغه حقوق دي چې الله تعالی ښځې ته ورکړي. دا حقوق په شریعت او فقهه کې هم یاد شوي. نو له دې حقوقو سره هر ډول مخالفت په اصل کې د الله تعالی له حکم سره مخالفت دی. هغه نجلۍ یا ښځه چې د دې ډول تاوتریخوالي یا تبعیض قرباني شي، کولی شي د اسلام د لارښوونو له مخې په محکمو کې خپل شرعي حق وغواړي.»
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منگل وایي چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په رامنځته کېدو کې نه قانون او نه هم شریعت ملامت دی، بلکې د کورنیو او ټولنې ناسم برداشتونه د ښځو د حقونو د نقض زمینه برابروي.
«په ټولنه کې د دودیزو باورونو له امله ښځې د زدهکړې، کار او د واده د انتخاب له حق څخه محرومېږي، په داسې حال کې چې هم په اسلام کې او هم په ډېرو قوانینو کې دغه حقوق د ښځو لپاره په رسمیت پېژندل شوي. له همدې امله ستونزه تر ډېره د دین او قانون نهده، بلکې د ناسمو برداشتونو او ټولنیزو فشارونو پایله ده چې ښځې د خپلو اصلي حقونو له کارولو منع کوي.»
دود د هغو دوامدارو چلندونو، ویناوو او عادتونو ټولګې ته ویل کېږي چې په یوه ټولنه کې منل شوي وي او د هغې ټولنې د غړو له نظره د پابندۍ وړ ګڼل کېږي. عرف ته د رسمي قوانینو ترڅنګ پام کېږي، خو په دې شرط چې له قوانینو، شرعي اصولو او عامه نظم سره په ټکر کې نه وي.