د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست اړوند د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیریت په همکارۍ د ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې لوبې وشوې.
په دې لوبو کې رسۍکشکول، ډبره غورځونه، او د لاس زور سیالي شاملې وې. د یادو سیالیو پیل په مراسمو کې د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست معاون حیاتالله عتیق، د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیر حکمتالله عبیدي، د غیرالمپيکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا، او ګڼشمېر ورزشي مسوولانو او نندارچیانو ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیر حکمتالله عبیدي وویل: «یادې سیالي د ژېړۍ ولسوالي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې. زموږ موخه د دودیزو لوبو پرمختګ، د نوي استعدادونو راښکاره کول او د ځوانانو د بېځایه ناستو مخنیوی دی.»
په دې سیالیو کې د دواړو ولسوالیو لوبغاړو د خپلو وړتیاوو ښکاره کولو لپاره ځانګړې هڅې وکړې. د ژېړۍ ولسوالي لوبډلې د سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړ. د لوبو په پای کې ټولو ګټوونکو لوبغاړو ته د مسوولانو له لوري مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
په کندهار کې د دودیزو لوبو ترسرهکېدل، د سپورټ د دودیزو برخو د وده لپاره مهم اقدام ګڼل کېږي. دا ډول سیالي نه یوازې د ځوانانو مثبتې هڅونې او نویو استعدادونو موندنې لپاره ګټورې دي، د خلکو ترمنځ د یووالي او ملي دودونو د ساتنې لپاره هم اساسي ارزښت لري.