Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند سیند کې د ټراکټور ډوبېدو پېښه؛ ۳ ښځې او ۹ ماشومان مړه شوي

هلمند سیند ټراکټور ډوبېدل

ځایي مسوولان وايي، د هلمند سیند “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” یو ټراکټور اوبو کې تر چپه کېدو وروسته ډوب شوی چې ١٢ کسان په کې مړه شوي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد تېره ورځ (جمعه، اسد ٣١) سلام‌وطندار ته ویلي، ټراکتور له ګرمسیر څخه د ناوې ولسوالي پر لور روان و چې “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” سپرلیو سره یو ځای سیند کې چپه او ډوب شوی.

هغه وویل، پېښه کې درې ښځې او نهه ماشومان مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ده په وینا، ۱۴ کسان د مسوولانو له خوا روغ ژغورل شوي.

یادې پېښې د سیمې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي، ځکه د هلمند په ډېرو سیمو کې د پلونو د نشتون له امله خلک اړ دي له سیند څخه د اوښتو لپاره له ورته کیبلي کیښتو کار واخلي.

د هلمند اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره دایمي حل لارې برابرې کړي، څو د ورته ناورینونو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام