نړۍ کې د موټرو جوړولو تر ټولو سترې جاپاني شرکت «تویوټا» د خپلو یوشمېر کمپنیو په بېلابېلو څانګو کې د موټرو جوړول «تولید» ځنډولی دی.
د ټویوټا شرکت ویاند نن سهشنبه د اګسټ ۲۹مه ویلي، یاد شرکت وروسته له هغې د ۱۴ کمپنیو له ډلې ۱۲ کمپنیو کې د موټرو د تولید بهیر ځنډولی چې په وینا یې، د موټرو پرزو د تولید سېسټم خراب شو.
د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، د ټویټا شرکت اړوند دوه څانګې په عادي توګه د موټر جوړولو ته دوام ورکوي او معلومه نه ده چې پاتې څانګو کې به څه وخت د موټرو تولید بهیر عادي حالت ته راورګرځي.
د دوی په وینا، باوري نه دي چې د یاد شرکت د سېسټم خرابوالي لامل دې سایبري برید وي. ټویوټا د تېر کال په فبروروۍ میاشت کې هم تر سایبري برید لاندې راغلی و چې له امله یې دغه شرکت په خپلو ټولو ۱۴ کمپنیو کې د موټرو د تولید بهیر ځنډولی و.
ټویوټا چې مرکزي دفتر یې د ایچي ولایت په ټویوټا ښار کې دی، په ۲۰۲۲ کال کې یې خپل تولید کړي ۱۰،۴ میلیونه موټر پلورلي چې نړۍ کې د موټرو د تولید او پلور برخه کې لومړی ځای لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، روان ۲۰۲۳ کال کې هم دوی د ۱۰،۶ میلیونه موټرو د تولید هدف ټاکلی دی.