Asset 1SWN

د تورخم تړل‌کېدل؛ ناروغان او سوداګر: ژر تر ژره دې بېرته پرانېستل شي

تورخم-6

د تورخم دروازه په شپږمه ورځ هم د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده. یوشمېر افغان سوداګر او ناروغ‌لرونکي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه دي.

دوی د دغې لارې د تړلي پاتې‌کېدو له امله د ویزو د مودې پای ته ‌رسېدو، د ناروغانو د وضعیت خرابېدو، سوداګرو ته د اوښتو زیانونو په اړه د شکایت کوي او د دواړو هېوادونو له حکومتونو غواړي چې د دغې لارې د بیاپرانېستلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناروغ ‌لرونکي نعمان وویل چې له شپږو ورځو راهیسې د یادې دروازې بېرته پرانېستلو په تمه دي.

نوموړي وویل: «نن مې ویزه پای ته رسېږي، سبا یا بله ورځ چې لاړم بیا جنجال جوړېږي، دلته نور کسان هم راسره شته چې ناروغان دي، هغوی ته هم ستونزه جوړېږي، غوښتنه دا ده چې دا ستونزه حل کړي.»

افغان سوداګر مخلص چې له شپږو ورځو راهیسې تورخم کې د دغې لارې د خلاصېدو په تمه دي وایي: «دا سوداګرو ته لویه ستونزه ده، په ځانګړې توګه مېوې او ترکاري موټر چې ودرېږي، له‌منځه ځي، دواړو خوا ته ولاړ دي. هر کانټېنر باندې ۱۲۰ ډالر ډیټینشن جریمه راځي او سلګونه موټر دواړو لوریو ته ولاړ دي.»

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ جیونیوز د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د ګمرک چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د تورخم دروازې د تړلي پاتې‌کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې دي. د راپور د معلوماتو له‌ مخې، له دغې لارې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان تګ‌راتګ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، د تورخم لارې د تړلي پاتې‌کېدو له امله دواړو غاړو کې د افغان سوداګرو نږدې څلور زره لارۍ بندې پاتې دي او سوداګرو ته د ورځې له پنځه تر شپږ سوه ډالره زیان رسیږي.

د یادې خونې د مدیره پلاوي غړي خان‌جان الکوزي سلام وطندار ته وویل: «هره ورځ نږدې ۸۰۰ لوی موټرونه له دې لارې تېرېږي او د دې لارې د تړلو په څو ورځو کې د دوی شمېر نږدې ۴۰۰۰ ته رسېدلی دی. ډېری توکي وارداتي او ټرانزیتي دي چې له کراچۍ څخه راځي چې پر دوی ډیمرج او ډیټېنشن پرې راځي، خرابېږي، هره ورځ لږترلږه له ۵ څخه تر ۶ سوه ډالرو پورې زیان رسیږي او دا ستونزه یوه سیاسي ستونزه ده چې د هېواد په اقتصاد فشار راوړي.»

هغه زیاتوي چې د تورخم دروازې د خلاصولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هڅې روانې دي؛ خو تراوسه یې مثبته پایله نه‌ده لرلې.

د پاکستان جیونیوز شبکې هم د چهارشنبې په ورځ تورخم کې د دغه هېواد د ګمرک چارواکو له قوله ویلي وو، د تورخم دروازې د پرانستلو لپاره د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې؛ خو بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د دغې ستونزې بنسټیز حل د دواړو خواوو حسن‌نیت او دوامداره خبرو ته اړتیا لري.

د چاروشنونکي سېلاب سمندر وویل: «دا ستونزه په خبرو او ناستو حلولی شو او سیمه کې مثبت افکار رامنځته کړو، خو د پاکستان له لوري په رښتیني توګه هوکړو او قراردادونو ته ژمنتیا مهمه ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستاني لوري د شنبې په سهار د اسلامي امارت له‌خوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام