Asset 1SWN

د تورخم دروازې تړلي پاتې‌کېدل؛ دواړو خواوو ته زرګونه کسان د لارې پرانیستو غوښتنه کوي

WhatsApp Image 2025-02-24 at 3.40.04 PM

د دریو ورځو په تېرېدو د تورخم دروازه لاهم د هر ډول تګ‌-‌راتګ پر مخ تړلې ده او د دروازې دواړو خواوو ته سلګونه مسافر، بېړني ناروغان او باروړونکي موټر بند پاتې دي.

یوشمېر سوداګر او مسافر له پاکستاني لوري غوښتنه کوي چې ټرانزیټ دې له سیاست جلا کړي او هرڅه ژر دې د تورخم دروازه پرانیزي.

تورخم کې ناروغ لرونکی محمد اصف وایي: «زه خپله ناروغ لرم او هلته امبولانس کې پروت دی دروازه یې بنده کړې او نن هم له سهاره راغلي یو او بیا هم دروازه بنده ده، نو له پاکستانه غواړو چې لار خلاصه کړي، ځکه مونږ له ډیر تکلیف سره مخ یو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ورته مهال یوشمیر موټرچلوونکي وایي، له تیرو درې ورځو راهیسې یې بار لارۍ ولاړې دي او د لارې خلاصیدو هیڅ امکان نه لیدل کیږي.

موټرچلوونکی ساجدالله او سوداګر زلمی وایي: «هلته مال خرڅ شوي وي او چې په وخت ونه رسیږي، نو په دې کې د تجار غټ تاوان وي، د لارې په بندیدو سره هر سړی ته تاوان رسیږي، ستونزې ډېرې زیاتې دي.»

«د روژې ورځې راروانې دي د افغانستان خلک دې ته ضرورت لري، نو متاسفانه چې پاکستان حکومت هر وخت په یوه او بله بهانه دروازه تړي. مونږ د امارت اسلامي له مشرانو غواړو چې دغې ستونزې ته دې اساسي حل‌لاره پیدا کړي.»

د تورخم بندر مسؤلان وایي چې لا هم زرګونه موټر چلوونکي او مسافران چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته بند پاتې دي  غوښتنه کوي چې یاده لار دې پرته له کوم قید او شرط پرانستل شي

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ورته وخت کې د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وایي، هڅه کوي چې پاکستاني لوري سره دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او تورخم دروازه بیرته په عادي ډول د ترانزیټ او مسافرو پرمخ پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان درې ورځې وړاندې د تورخم دروازه هغه مهال د هر ډول تګ‌ـراتګ پرمخ وتړله چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام