Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره د تورخم او خرلاڅي دروازې وتړل شوې

خرلاڅي دروازه

د تورخم او د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د خرلاڅي دروازې تېره شپه ډیورنډ فرضي کرښه کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له جګړې وروسته تړل شوي.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې يوې رسمي سرچینې نن (يک‌شنبه، میزان ۲۰) سلام‌وطندار ته وويل، له پاکستان سره د خرلاڅيو دروازه د پاکستاني لوري لخوا تړل شوې.

د سرچينې په خبره، دروازه د تېرې شپې له جګړې وروسته وتړل شوه.

پکتيا کې د سوداګرو د اتحاديې مسولان هم وايي چې خرلاڅي دروازه له تېرې شپې راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سوداګرو اتحاديې د مسوولانو په خبره، ډيری باروړونکي موټر له دروازې بيرته راګرځيدلي دي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

تورخم او خرلاڅي دروازې په داسې حال کې د پاکستان له لوري تړل کیږي چې تېره شپه د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو بریدونه وشول.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې پاکستاني ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام