د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي د یاد وزارت له محتسبینو غوښتنه کړې چې د دندې پرمهال د موبایلونو له کارونې ډډه وکړي.
هغه دغه څرګندونې نن یکشنبه، وري ۳۱مه یاد وزارت کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي. حنفي ویلي چې د محتسبینو دغه چاره پر خلکو د دوی اغېز کموي.
هغه وویل: «له تاسو مې یو خواهش دا دی چې د خپل وظیفې او رسمي وخت کې موبایلونه مه استعمالوئ، قدرمنو علماو کرامو، ځکه مروویت نه هم خلاف دی او خلکو باندې هم ستا اثر ښه نهوي، بدلېږې. په چهارراهي کې ولاړ یې، خلک ګرځي راځي، ماو تا سپین چپن اچولي وي او هلته موبایل ګورو، امربالمعروف بیا چاته کوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه محتسبینو ته همداراز وویل: «بله دا ده چې خپل اطاق او کورته چې لاړې هلته بیا الله الله کوه، دا بهر چې ګرځې، امربالمعروف کوه، نور تسبېح مهسبېح پرېږده. چا ۵۰۰ روانه کړې، ته به وايي چې دوی اوس خانقاه ته روان دي.»
حنفي په یاده ناسته کې د ښځو په تړاو د ا.ا د مشرتابه د فرمانونو پر پليکولو هم ټينګار کړی دی.