Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر مرستیال والي: د ازرې اوسېدونکو ستونزو حل ته کمېټه ټاکل شوې

717ef651-3b64-47da-9a6c-446c9cf3eb55

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د ا.ا مشرتابه د هدایت له مخې د ازرې سرحدي ولسوالي د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ولایت مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کمېټه کې د ولایت مقام په ګډون د لسو مهمو ریاستونو استازي غړیتوب لري او موخه یې د ازرې ولسوالي ولسونو بېلابېلو ستونزو ته رسېدنه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مرستیال والي وویل، دغه کمېټه به د ازرې ولسوالي له ولسونو سره له نږدې ګوري او د دوي هر اړخیزې، د پوهنې، کرنې، روغتیا، بیارغونې او وزګارتیا ستونزې راټولوي او د حل لپاره به یې لارې چارې لټوي.

دین‌پرور د دازرې ولسوالي له قومي مشرانو وغوښتل چې د خپلې ولسوالي ټولې ستونزې له یادې کمېټې مسوولانو سره شریکې کړي.

د ازرې ولسوال مولوي انارګل وویل، د ازرې ولسوالي اوسېدونکي اوس د فرعي سړکونو نشتون، عمومي لارې خرابوالی، روغتیا، کرنې، پوهنې او همدارنګه د بیارغاونې برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.

د ازرې ولسوالي یوه اوسېدونکي احسان‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د ا.ا مشرتابه له لوري د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو ستونزو رسیدنې ته ځانګړې کمېټه جوړه شوه.

نوموړي د یادې کمېټې له مسوولانو وغوښتل چې په رښتني توګه د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو، روغتیا، پوهنې، کرنې او بیارغاونې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې یاده کمېټه به په لومړي سر کې د ازرې ولسوالي اوسېدونکو ستونزې راټولوي او دویمه مرحله کې به لومړیتونه ټاکي او په درېمه مرحله کې به د ازرې اوسېدونکو ته په ذکر شویو برخو کې عملي خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام