Asset 1SWN

هلمند کې په ۳۹ میلیونه افغانۍ درې پروژې بشپړې شوې

a29eb2a8-0656-4c7d-9452-305099f48d60

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند ناحیو کې په ۳۹ میلیونه افغانۍ د سړک جوړونې درې پروژې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار سلام‌وطندار ته وايي چې دغه پروژې د ښار په لومړۍ، پنځمه، اتمه، څلورمه او درېیم ناحیو کې پلې شوې چې اوږدوالی یېو ۵۷۶۰ مټرو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند اوسېدونکي بیا وايي، د ښاروالي د دغه پرمختیايي پروژو په پلي‌کېدو سره له ټرافیکي بې‌نظمیو خلاص او له بېلابېلو اسانتیاوو برخمن شي.

د لښکرګاه اوسېدونکي عبدالمالک وویل: «پخوا ډېر په تکلیفو وو، دا سړکونه ډېر تنګ وو، اوس هوسا شوي یوو، سړکونه پراخه شول، مریض پرې رسولای شو.»

د فدا‌محمد سلام‌وطندار ته وویل: «اوس ډېره اساني جوړه شوې ده پخوا به دلته زیات رش وو اوس هر کار موږ ډېر اسانۍ سره کولای شو مریض هم پر وخت بیولای شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند لښکرګاه ښاروالي د معلوماتو له مخې، دغه ښار کې بېلابېلې نورې پراخیتايي پروژې هم تر کار لاندې دي چې د روان کال په اوږدو کې به يې، چارې بشپړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام