Asset 1SWN

بادغیس کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي

۱۲۱۲۲۲۲

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې ښځې په ګډون، درې کسان وژل شوي دي.

د بادغیس امنیې قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته وايي چې نن دوشنبه، زمري اتمه، د تګاب‌عالم ولسوالي «نخچیرستان» کلي کې یوه مېرمن او نارینه وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد مېرمن او نارینه‌ د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي او تراوسه یې د وژنې لامل نه‌دی په ډاګه شوی.

صدیقي زیاته کړه چې د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې یو قومي مشر هم د وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

پېښه د قادس ولسوالي بازارقندي زرد کلي کې رامنځته شوې. هغه د دې پېښې لامل شخصي دښمني یادوي او په وینا یې، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې او څېړنې روانې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پرمهال یې، ځینو خپلو ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور کسان بیا ټپیان شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام