هلمند کې د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري، له زرو بېځایه شویو، راستنېدونکو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد بنسټ استازی شاه زمین هلال وايي، په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵.۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو وریجې او ۵ لیتره غوړي شامل دي.
د هلمند ځايي مسوولان وايي چې د وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
اخوا د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مطیعالله حقیار وویل، وچکالۍ د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی او زرګونه کورنۍ یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي.
هغه وویل: «د ګاونډیو ولایتونو له ځینو سیمو شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بېځایه شوې چې اوس د هلمند سیند ته څېرمه سیمو کې ژوند کوي. له پاکستان او ایران څخه د تېر کال د حمل میاشتي څخه د سږ کال تر حمل میاشت پورې زموږ سره ۱۱ نیم زره کورنۍ ثبت شوي.»
په همدې حال کې، کورني بېځایه شوي د مرستندویه بنسټونو له لنډمهاله مرستو سره سره د دوامدارو حل لارو او د دایمي کاري فرصتونو غوښتنه کوي.
بېځایه شوی محمد صدیق، د خپل ژوند ستونزې داسې بیانوي:
“زه په ښار کې رخشه چلوم، خو په درې څلور ورځو کې کار نه وي. په اونیو او میاشتو مو د غوښې مخ نه دی لیدلی، ژوند ډېر سخت دی.”
بل بېځایه شوی عبدالمالک وایي:
“موږ په دې خوښ یو چې اوږدمهاله کارونه راته پیدا شي. دا مرسته موږ ته شل شپې هم بسنه نهکوي، هغه هم چاته رسیږي او چاته نه رسیږي.”
همداراز، حاجي غلام چې د ورځې مزدوري کوي زیاتوي:
“زه روز مزدوري کوم، خو کار نشته. په دوو یا دریو ورځو کې یو ورځ کار پیدا شي. کور مو په کرایه دی او ستونزې مو ډېرې دي، د کور کرایه هره میاشت لوړېږي.”
د مسوولانو په وینا، واشېر، نوزاد، موسیکلا، ګرمسېر، خانشین، دېشو او د کجکي د زمنداور سیمو کې وچکالۍ سخت زیان اړولی، تر دې چې ځینې خلکو خپلې مېنې پرېښي.
هلمند له کلونو راهیسې د وچکالۍ، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله د داخلي بېځایه شویو له زیاتوالي سره مخ دی.
د اقلیمي بدلونونو او د اوبو کمښت د خلکو پر کرنیز او مالدارۍ ژوند ژور اغېز کړی، چې له امله یې زرګونه کورنۍ اړې شوې خپلې سیمې پرېږدي او د سیند غاړو یا ښارونو ته کډه شي.
سره له دې چې مرستندویه بنسټونه وخت ناوخت عاجلې مرستې برابروي، خو د کارموندنې او دوامداره اقتصادي فرصتونو نشتوالی لا هم د دغو کورنیو اساسي ستونزه بلل کېږي.