Asset 1SWN

سږکال به د امو نفتي حوزه کې د تېلو ۲۰ څاګانې وکیندل شي

نفت

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور نن پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه، په یوې غونډه کې وویل چې سږکال د امو دریا نفتي حوزه کې ۲۰ نورې څاګانې کیندل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د امو دریا د نفتي حوزې له مالي فعالیتونو څخه د تفتیش او څارنې، د سرپرست حکومت او چیني شرکت ترمنځ د مالي حسابونو د تصفیې په موخه د یوه درېیم‌ شرکت د ګومارنې داوطلبۍ ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ده وویل، د دغو څاګانو په کیندلو شاوخوا ۳۵ میلیون ډالره لګښت راځي. «سږکال به ۲۰ نوې څاګانې وکېندل شي او ۱۸ د تېلو څاګانې او ۲ د اکتشاف څاګانې دي چې معلومېږي د تېلو دي. له هغه وروسته به نورې څاګانې کیندو چې۲۰ څاګانې دي، که لګښت یې ډېر وي، خو سه‌شنبه موږ د ۲۰ څاګانو داوطلبي په ۳۵۰ میلیونه ډالرو ورکړه.»

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان زیاتوي چې دامهال د امو دریا نفتي حوزه کې د نفتو ۲۴ څاګانې فعاله دي چې د ورځې ورڅخه شاوخوا یو زر او ۳۵۰ ټنه نفت استخراج کیږي.

ورته وخت کې د دغه وزارت ویاند همایون افغان وویل، دوه اونۍ وړاندې د ۹۵ میلیون ډالرو په ارزښت د امو دریا د نفتي حوزې ۱۷۰ زره ټنه خام نفت د داوطلبۍ له لارې په څو کورنیو شرکتونو پلورل شوي، ترڅو د پروسس چارې یې ترسره کړي.

هغه وویل: «امو نفتي حوزه کې ۲۴ څاګانې فعالې دي چې د ورځې ترې ۱۳۵۰ ټُنه نفت استخراجېږي او ۱۵سلنه موږ حق اخلوو او لګښت کې یې حسابېږي، کله چې لګښت بشپړېږي، د دولت سهولت ۸۰سلنه دی او دوو اوونیو کې څه باندې ۱۷۰ زره نفت، د ۹۵ میلیونه  ډالرو په ارزښت خرڅ شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د امو دریا نفتي حوزه ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او دریو شمالي ولایتونو جوزجان، سرپُل او فاریاب کې موقعیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام