Asset 1SWN

سوېلي کوریا کې د «سپي غوښې» پر خوړو د بندیز له امله لاریون شوی

Policemen try to detain a man who is the president of the Korean Association of Edible Dogs as others scuffle with them during a protest to demand the government scrap plans to pass a bill to enforce a ban on eating dog meat, in front of the Presidential Office in Seoul, South Korea, November 30, 2023. REUTERS/Kim Hong-Ji

د سوېلي کوریا پلازمېنې سېول کې د «سپیو فارم‌لرونکو» د حکومت د هغې پرېکړې له امله لاریون کړی چې له مخې به یې دغه هېواد کې د «سپي غوښې» پر خوړو بندیز لګول کېږي.

رویټرز خبري اژانس نن «پنج‌شنبه، نومبر ۳۰مه» راپور ورکړی، دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ ته رسېده، د ولسمشر دفتر مخې ته ورټول شوي و او د یادې جنجالي پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله.

د لاریون پر مهال د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ‌ډب شوی او ځینې کسان د پولیسو له‌خوا نیول شوي هم دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ولسمشر یون‌سوک یول په مشري د سوېلي کوریا واګمن ګوند څو اوونۍ وړاندې دغه هېواد کې د سپیانو غوښې خوړو او پلور بندیز په اړه یوه طرحه جوړه کړه.

د جوړې شوې طرحې له مخې هغه کسان چې د سپي غوښې کاروبار کوي اړ دي چې د درېوو کلونو په موده کې خپل کاروبار بند کړي چې دې موده کې به حکومت له دوی سره مالي مرستې هم وکړي.

د واګمن ګوند غړیو ویلي، اوس د دې وخت دی چې سوېلي کوریا کې د سپي غوښې خوړو باندې بندیز ولګول شي او په وینا یې، دې برخه کې د مخالف ګوند او خلکو ملاتړ هم شتون لري.

سوېلي کوریا کې څه باندې شپږ میلیونه کورنۍ سپیان ساتي چې د ګالوپ بنسټ د سروې له مخې، دغه هېواد کې د سپي غوښې خوړل د تېر په پرتله کم شوې دي.

که څه هم دغه هېواد کې د سپي غوښې خوړل کم شوي، خو کاروباریان او د رسټورانټونو مالکان غواړي چې د خوښې خوړو دود ژوند وساتي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سپیو ساتنې فارم لرونکي د سوېلي کوریا پر لومړۍ مېرمن تور پورې کوي چې پر حکومت یې فشار راوستی، څو د سپي غوښې پر خوړو بندیز ولګوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام