د فوټسال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو اته لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.
د نن ورځې لومړۍ لوبه کې به نیدرلنډز له کاسټاریکا لوبډلې سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۵ بجې د اوزبیکستان د تاشکند په «هومو ارېنا» لوبغالي کې پیل شي.
نیدرلنډز له دې وړاندې کړې یوازینۍ لوبه له کوربه اوزبیکستان سره په مساوي توګه پای ته رسولې.
یاده لوبه چې له اې ګروپ څخه کېږي، پهکې اوزبیکستان، نیدرلنډز، کاسټاریکا او پاراګوای لوبډلې یوځای دي.
دویمه لوبه کې بیا ټایلنډ له کیوبا سره مخ دی چې ټاکل شوې دغه لوبه هم نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۵ بجې د اوزییکستان د بُخارا ښار په «بُخارا یونېورسل سپورټس کمپلېکس» کې پیل شي.
ټایلنډ خپله لومړۍ لوبه له کرواشیا څخه ګټلې، خو کیوبا بیا له برازیل څخه ۱۰ـ۰ په پایلې سره ماته خوړلې ده.
د یادو سیالیو په لړ کې به سبا افغانستان د ګروپ پړاو دویمه لوبه له ارجنټاین لوبډلې سره وکړي. دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.