په جاپان کې چارواکي وايي چې د نړۍ تر ټولو لوړ عمر لرونکې مېرمن «ټومیکو اېټوکا» د ۱۱۶ کلونو په عمر مړه شوه.
دغه هېواد کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې اېټوکا د ډسمبر په ۲۹مه د لوړ عمر لرونکو کسانو د ساتنې په مرکز کې مړه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې د ۱۹۰۸ کال د مې میاشتې پر ۲۳مه زېږېدلې او د ګېنس نړیوال ریکارډ کې د نړۍ تر ټولو لوړ عمرلرونکي کس په توګه پېژندل شوې وه.
هغه تېرکال د ۱۱۷ کلنې ماریا برانیاس له مړینې وروسته د نړۍ تر ټولو لوړ عمرلرونکې مېرمن وپېژندل شوه.
اېټوکا د جاپان په اوساکا کې زېږېدلې او د والېبال لوبغاړې هم وه. تېرکال کله چې ګېنس نړیوال ریکارډ، نوموړې ته وویل چې دا د نړۍ تر ټولو لوړ عمرلرونکې مېرمن ده، نو هغې یوازې ساده ځواب ورکړ:«مننه»
اېټوکا همداراز دوه ځلې جاپان کې د اونټاکا غره ته ختلې چې ۳۰۶۸ مټره لوړوالی لري. نوموړې له کیلې او د مستو په خوند یو ډول جاپاني څښاک سره مینه لرله.
د ګېنس نړیوال ریکارډ د معلوماتو له مخې، د اېټوکا له مړینې وروسته اوس د برازیل «نَن اېنا کانابارو لوکاس» د نړۍ تر ټولو لوړ عمرلرونکې مېرمن پېژندل کېږي.
هغه ۱۱۶ کاله عمر لري او له اېټوکا ۱۶ ورځې کوچنۍ ده.