Asset 1SWN

د برښنايي وسایلو کارونې ماشومانو ته د کیسو ویلو دود کمرنګه کړی

2161322_480-r6gi0thueby5invvqgjd5450xwhxohf0s7yofs6gzs

په تېرو وختونو او کلونه وړاندې به د هېواد په ډېری سیمو په ځانګړې توګه کلیو او بانډو کې د شپې پرمهال ماشومان د خپلو مشرانو له لوري د نکلونو او کیسو په اوردلو سره ویده کېدل.

په داسې حال کې چې ډېری ماشومان اوس په ځیرکو ټیلیفونونو بوخت دي، نبیلا هغه مېرمن ده چې لاهم خپلو لمسیانو ته کیسې کوي. نوموړې باور لري چې کیسې د نسلونو ترمنځ د اړیکې یو قوي پُل جوړوي.

خو اوس مهال د ژوند ننګونو ډېری ماشومان د دې کیسو له اورېدو بې‌برخې کړي دي.

یوشمېر کورنۍ چې د ژوند بېلابېل فشارونه یې، پر اوږه دي، ډېری وختونه خپلو ماشومانو سره د وخت تېرولو کافي فرصت نه‌لري او ماشومان بیا اړ کېږي چې ځیرکو ټیلیفونونو استفادې ته مخه کړي.

ډېر لاملونه شته چې ماشومان د ځیرک ټیلیفونونو کارولو ته مخه کوي؛ خو کورنۍ کولای شي، د سمې څارنې او مدیریت له لارې په دې وسایلو د خپلو ماشومانو د روږدي‌کېدو مخه ونیسي.

نبیلا مهران وايي، هڅه کوي چې ماشومان یې ډېر کم له ځیرکو مبایلونو څخه استفاده وکړي. هغه خپلې تجربې داسې بیانوي: «وروستیو کلونو کې مې اولادونه د نورو ماشومانو په څېر ځیرک موبایلونو سره یې، لېوالتیا ډېره شوې، په ځانګړې توګه د ویډیو او ګېم لپاره. هڅه کوم چې په څارنې سره د ځیرک موبایلونو کارول یې، مدیریت کړم.»

د مبایل د کارولو وخت کمولو ترڅنګ، د بدیلو وسیلو معرفي‌کول هم کولای شي، د ماشومانو په روغتیا مثبته اغېزه وکړي.

له دغو بدیلو وسیلو څخه یوه هم کیسې ویل دي؛ داسې یوه لاره چې نه یوازې تفرېح؛ بلکې د ماشومانو ذهني وړتیاوې هم پیاوړې کوي.

مریم محمدي چې د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار کوي، وايي: «په کیسه ویلو کې هېڅ ډول اورېدونکي یا بصري محدودیتونه نشته. دا طریقه په لفظي توضیحاتو ډېره تکیه کوي او په پایله کې د ماشوم تخیل او د لیدلو ځواک زیاتوي؛ ځکه چې کیسه ویل د لیدونکو په تخیل ډېر تکیه کوي.»

د ارواپوهنې له نظره، د ماشومانو د انځور جوړونې د مهارت وده کولای شي د دوی لپاره د مفاهیمو پوهېدل اسانه کړي.

ارواپوهه رضوانه رحیمي وايي: «دا مهارت د ماشوم له حافظې او تمرکز پیاوړي کېدو سره مرسته کوي او د ویلو یا ژبني مهارتونه یې پراخوي.»

د دې ترڅنګ نکل کول او کیسې ویل، د ارزښتونو او اخلاقو د لېږدولو لپاره یوه اغېزمنه وسیله ګڼل کېږي. لیکوال نصیر مهراس وايي چې کیسې مثبتې لارښوونې لري، ځکه په وینا یې، په خپل شالید کې ماشومانو او نورو تو پند او عبرت ورکوي. د ادبیاتو پوهنځي استاده، شاعره او لیکواله فرخنده عیار وايي چې د قران پربنسټ کیسې ویل په اسلامي ټولنو کې هم ژور ځای لري.

نوموړې باور لري چې کیسه ویل د زده‌کړې له غوره وسایلو څخه شمېرل کېږي. «کیسې ویل ارزښتونه له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدولي دي. له یوه نسل څخه بل نسل ته د ادب تاریخ او دودونه لېږدولي دي. ډېرې زړې کیسې یوازې د تفرېح ​​وسیله نه وه، که تاسو پام کړی وي، کله چې موږ ځینې کیسې اورو، موږ ځان سره وایوو: په‌دې کیسه کې څومره لوی درس پټ دی!»

په داسې نړۍ کې چې له شور او غوغا ډکه ده او ماشومان ډیر وخت د ځیرکو مبایلونو، ټابلیټ او ټلویزیون په کارولو تېروي؛ د ساده کیسو ویلو پراختیا کولای شي، هغوی ته بیا ارامتیا ورکړي او تاسو ته هم څو شېبې د کیسو په زړه‌ پورې نړۍ کې بوخت کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام