Asset 1SWN

امریکا دغه هېواد ته د واردېدونکو سپیانو لپاره نوی قانون جوړ کړ

240508-dog-import-rules-leash-canine-2022-ac-442p-30c9df

امریکا کې د نوي جوړ شوي قانون له مخې، هغه سپیان چې دغه هواد ته وړل کېږي، باید له شپږو میاشتو ډېر عمر ونه‌لري او پر ساري ناروغیو هم اخته نه‌وي.

د دغه قانون له مخې، له هغو هېوادونو چې امریکا ته سپیان وړل کېږي، باید واکسین شي او د ناروغیو په تړاو یې ډاډ ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریکا دغه کار یاد هېواد ته د لیوني سپي او نورو حیواني ناروغیو د لېږد مخنیوي په پار کړی دی.

د اېن‌‌بي‌‌سي نیوز خبري شبکې د راپور له مخې، دغه قانون پر ټولو هغو سپیانو د پلې‌کېد وړ دی چې ژغورونکې ډلې، د سپیانو روزونکي او هغه کسان چې خپل کورني سپیان له نورو هېوادونو امریکا ته وړي.

د امریکا د حیواني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز چارواکي وايي چې دغه قانون به د نړۍ له شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو امریکا ته د سپیانو لېږد چاري وځنډوی چې لاهم په‌کې د حیواناتو وژونکې ناروغي شتون لري.

امریکا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلک په خپلو کورونو کې د نورو حیواناتو په څېر سپیان ساتي او ځانګړې پاملرنه لري.

د برازیل په سوېل کې ژغورونکو ډله هغه اس ژغورلی چې د سېلابونو له امله د یوه کور بام ته ختلی و.

دغه اس ۲۴ ساعته وروسته له هغې وژغورل شو چې د یوې چورلکې په مرسته یې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

د ژغورونکو په وینا، یاد اسب له څو ورځو راهیسې د کانواس ښار په پورټو‌اليګري میټروپوټولین سیمه د یوه کور پر بام د راوتلو سېلابونو له امله ولاړ و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کاراملو په نوم دغه اس د برازېل په سوېل ریوګرانده‌سول کې داسې مهال د ژغورونکې ډلې له‌خوا ژغورل کېږي چې یاده سیمه کې سېلابونو څه باندې ۱۰۰ کسان مړه کړي او لسګونه نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام