Asset 1SWN

متحده عربي اماراتو او قزاقستان یاد هېوادونو کې د ا.ا سفیر او شارژدافیر ومنل

GVhUELtW0AAtu73

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې متحده عربي اماراتو هغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر په توګه د بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

فطرت زیاته کړه چې قزاقستان هم پلازمېنه استانه کې محمد‌رحمان رحماني د سرپرست حکومت د سفارت د شارژدافیر په توګه منلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې اړه وویل: «متحده عربي اماراتو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ښاغلي بدرالدین حقاني باورلیک ومانه او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې د اسلامي امارت ډیپلوماټ محمد‌‌رحمان رحماني یې د افغانستان د شارژدافیر په توګه منلی دی.دا دواړه د سیاست په ډګر کې د پام وړ پرمختګونه دي او د ګاونډیو او نړۍ په کچه د بریالۍ ډیپلوماسۍ استازیتوب کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی د متحده عربي اماراتو او قزاقستان له لوري د اسلامي امارت د دوو ډیپلوماټانو منل، د افغانستان نړیوالې ټولنې ترمنځ د بهرني سیاست پراختیا لپاره هڅه او لاسته‌راوړنه بولي.

نوموړي وویل: «دا د بهرنیو چارو وزارت نه‌ستړې کېدونکې هلو ځلو پایلې دي. تراوسه د نړۍ څلوېښت هېوادونو اسلامي امارت سره اړیکې ټينګې کړي چې افغانستان کې د دوی استازولۍ شته او خپل فعالیتونه کوي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو یو بل کارپوه محمدباقر محسني وايي، د قطر او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیالي لامل شوې چې دغه هېواد له افغانستان سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي. هغه د اسلامي امارت او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سیاسي اړیکو ټینګول، د افغانستان په ګټه بولي.

هغه وویل: «د قطر او اماراتو ترمنځ چې نړیوالې سیالۍ شتون لري، متحده عربي امارات دې ته اړ کړ چې د افغانستان سیاستونو کې اساسي نقش ولري او دې هېواد کې کورني کانالونه جوړ کړي، څو له دې لارې، قطر سره سیالیو ته په پام، خپل سیاستونه مخته یووسي.»

د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو ۳ کاله پوره شوي، خو تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي و، افغانستان له ۳۸ هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام