Asset 1SWN

تخار کې د دارالمعلمین استادان: پوهنې وزارت دې موږ نورو برخو کې جذب کړي

قققققققققققققققققققققققققققق

د پوهنې وزارت له جوړښت څخه د تخار د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو د مسلکي امریت له حذف وروسته د دغه امریت یو‌شمېر ښوونکي او کارکوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دغه ښوونکي چې د ښوونې او ظرفیت لوړولو برخه کې له لسو تر شلو کلونو تجربه لري، له پوهنې وزارت غوښتنه کوي چې د یاد وزارت د پوهنې اړوند نورو برخو کې دې جذب کړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

تخار کې  د ښوونکو د روزنې برخه یوه استاد بشیراحمد سنقر سلام‌وطندار ته وویل: «د ا.ا په راتلو او د دارالمعلمینو له لغوه‌کېدو وروسته ټول یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږو چې زموږ راتلونکې به څه ډول وي.»

په ورته مهال تخار کې د دارالمعلمینو ښوونکي او کارکوونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د پخوا په څېر د پوهنې وزارت جوړښت کې د ښوونکو روزنې برخه بېرته فعاله کړي.

د تخار د مسلکي ښوونکو پراختیا امریت مسوولان بیا وايي چې دې ادارې دوه کاله وړاندې د ښوونکو روزنې ریاست څخه د مسلکي ښوونکو پراختیا امریت ته بدل شوی، خو د پوهنې وزارت له چوکاټ د دې ادارې له‌منځه وړو سره به ۱۹۰ کارکوونکي وزګاره شي.

د تخار د مسلکي ښوونکو د پراختیا امر امیرعبدالله سلام‌وطندار ته وویل: «په هغه اندازه چې دوی اندېښنه لري، داسې نه ده او مشرانو هیله ورکړې چې د ښوونکو د روزنې پر ځای به نورو برخو کې پر دندو وګومارل شي.»

بل‌خوا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه اداره د پوهنې وزارت له جوړښت په بشپړه توګه نه ده لغوه شوې او په وینا یې، که په بشپړه توګه حذف شي، کارکوونکي به یې نورو ادارو ته جذب شي.

د تخار پوهنې رییس عبدالبشیر مبشر وویل: «بې‌شکه چې د ښوونکو روزنې برخه استادان کدرونه دي، په اړه یې پرېکړه شوې، کله چې د ښوونکو روزنې برخه حذفه شي، له هغه وړاندې به دوی ښوونځي او اسلامي تعلیماتو او نورو برخو کې ځای پر ځای شي. دوی به هېڅ‌کله بې‌برخلیکه نه‌شي، ځکه دوی د پوهنې وزارت مکتوب لري.»

دا په داسې مهال دی چې د پوهنې وزارت څه وخت وړاندې په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د ریاست‌الوزرا د معاشاتو او تشکیلاتو کمېسیون پرېکړه کړې، څو د پوهنې وزارت اړوند موازي او نااغېز تشکیلات حذف کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې پرېکړې وروسته هېواد کې د ښوونکو د روزنې ریاستونه د پوهنې وزارت له جوړښت حذف او د یاد بنسټونو استادان او کارکوونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام