Asset 1SWN

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت؛ «اسناد‌لرونکي تګ‌راتګ نه‌شي کولی»

696a411ca8914ed8ac86efc004e85c9d

د ایران په پلازمېنه تهران کې د درېوو افغان کډوالو له‌خوا د یوه ایراني له وژل‌کېدو وروسته، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوې دي.

دغه ایرانی تېره اوونۍ د افغان کډوالو له لوري وژل شوی چې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لاهم دغه هېواد کې خلک د افغان کډوالو د شړلو شعارونه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایراني وګړو پر ټولنیزو رسنیو د افغان کډوالو پر وړاندې هشتګونه خپاره کړي او د دغه هېواد له حکومته یې، د افغان کډوالو د سمدستي ایستلو غوښتنه کړې.

ایران کې یوشمېر افغان کډوال وايي، یاد هېواد کې د کډوالۍ پر ضد د اعتراضونو له پراخېدو سره یوشمېر قانوني او ناقانونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایران کې افغان کډوالې صنوبر وویل: «تهران کې افغان کډوالو اېستل، ډېر شوي او محدودیتونه هم لګول شوي دي. ډېری هغه کډوال چې قانوني اسناد لري، په اسانۍ تګ‌راتګ نه‌شي کولی. د یوشمېر انسانانو له‌ امله ډېری ښه انسانان هم سوځېږي، سپکاوی ورته کېږي.»

په ورته مهال دغه هېواد کې یوې بلې افغان کډوالې، سمیه هم وویل چې ایران کې افغان کډوال له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. «ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه‌دی، له هغې ډلې، کومه پرېکړه چې ایران کوي د افغانانو پر وړاندې، یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. معلومه نه‌ده چې پاتې کېږي، یا نه یا کارت‌لرونکي هم باسي.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وايي، په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه ۵۲ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. «تېره یوه میاشت کې نږدې ۱۲۸زره افغانان له ایرانه افغانستان ته راغلي چې له ډلې یې، ۵۲زره په زور ایستل شوي او نور په خپله خوښه راغلي دي. دغه وزارت پر وخت له ایراني لوري سره ناستې کړي او دا ستونزه یې شریکه کړې، تر یوه بریده ستونزې حل شوي دي.»

د کډوالو چارو وزارت مسوولان له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو کډوالو ته د کاري فرصتونو او د هستوګنې د زمینو د برابرولو په اړه څه نه وايي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ایران کې د کډوالي ضد اعتراضونو له زیاتېدو سره د ایران د بهرنیوچارو وزارت مرستیال د جمعې پر ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي  چې د کډوالۍ مسله د کډوالۍ د اصلي لاملونو موندلو ته اړتیا لري او دغه موضوع د کډوالۍ په ضد، د دیوال جوړولو او ناانساني چلندونو سره نه‌شي حل کېدای.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام