Asset 1SWN

له پاکستانه سپین‌بولدک ته د ۵۱۰ کیلوګرامه خرابې غوښې د لېږد مخه نیول شوې

ګوشا

د کندهار په سپین‌ بولدک ولسوالي کې له پاکستان څخه دغه ولسوالي د ۵۱۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او خرابې غوښې لېږد مخه نیول شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمدحنيف حقمل وایي، دغه بې‌کیفیته غوښه او ینه د مالدارۍ امریت د ښاروالي د کمېساري په همکارۍ نیول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه خرابه غوښه په یوه ټونس ډوله موټر کې لېږدول کېده او هڅه کېده چې د کندهار په ګډون نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

د حقمل په وينا، دغه ډول بې‌کيفيته او خرابه خوښه، څو ورځې وړاندې د پاکستان ځینو سیمو کې وېشل شوې وه چې په وینا یې، د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته‌کېدو لامل شوې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال یوه ورځ وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالي کې ۲۰۰ کیلوګرامه خرابه ینه او ۳۵ کیلوګرامه د چرګانو بې‌‌کیفیته غوښې د لېږد مخه نیول شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام