د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضلالباري فضلي په مشري دغه ولایت کې له بزګرانو د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوه.
مولوي فضلالباري فضلي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او په ځانګړي ډول د خپلو بزګرانو هوساینې او پرمختګ ته پام لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د خپلې وینا پرمهال ټينګار وکړ، غواړي افغانستان د ځانبسیاینې مرحلې ته ورسېږي او خلکو ته د اقتصادي او خوراکي ځانبسیاینې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د کندهار کرنې، ریاست د معلوماتو له مخې، کندهار کې ۵۰۱۰ ټُنه غنم پېري چې دې پروسې ته ټاکلی او منظم نرخ ورکړل شوی دی.
دغه غنم به په ځانګړو زېرمهخونو کې ذخیره کېږي، څو په اړینو او بحراني حالاتو کې د خوراکي اړتیاوو د پورهکولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د چارواکو په وینا، دغه کار نه یوازې د بزګرانو لپاره بازار برابروي، د خوراکي موادو په برخه کې د هېواد اړتیاوې په کور دننه پوره کوي او خلکو ته به د غذايي خوندیتوب زمینه برابره کړي.
بزګران هم خوښ دي چې د نورو ولایتونو په ګډون کندهار کې د سرپرست حکومت له لوري (۵۰۱۰) غنم پېرل کېږي او له دې ګام یې، هرکلی وکړ.