Asset 1SWN

سلام وطندار

د انګور اډې لاره ټرانزیټ‌کېدل؛ سوداګر: اسانتیاوې دې برابرې شي

انګور اډه

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې له پاکستان سره د «انګور اډې» لاره د ټرانزیټي لارې په توګه ټاکل شوې او له دې وروسته به پر یاده لاره ټرانزیټ کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيکا مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سلام‌وطندار ته وویل چې د ا.ا د مشر د ځانګړي حکم له مخې، له پاکستان سره د انګورو اډې لاره په رسمي توګه د ټرانزیټ لاره ټاکل شوې. د نوموړي په وینا، ياده لاره د سوداګريزې راکړې ورکړې لپاره خورا مهمه او نږدې ده.

نوموړي وویل: «د عاليقدر اميرالمومنين په خاص حکم باندې دا لاره يا فرضي دروازه ترانزيټ شوې. لکه د تورخم او بولدک په څېر. دا واقعيت دی کله چې د يو ولايت لپاره يوه لاره ترانزیټ شي، د ټول ولايت پرمختګ سبب کيږي. دلته به تجاراتي اموال واريديږي او هم به صادريږي؛ نو د دې لپاره به هره مربوط اداره هغه که د تجارت اداره ده، هغه که د فوايد عامې اداره ده هره يوه به دلته تعميرونه جوړوي او د ټولو لپاره به کاروبار پيدا کيږي.»

د پکتيکا د سودا ګري خونې مسوولان هم وايي چې د انګور اډې لارې رسمي ترانزیټ کېدل، د ټولو سوداګرو غوښتنه وه. د سوداګرۍ خونې مشر سېلاب ساحل وويل چې د رسمي ترانزيټي تجارت پيل څخه وړاندې دې هلته ځينې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي وویل: «انګورو اډې لارې ترانزيټ رسمي کېدو خبره شوې دلته د ارګون څخه د سروبي ولسوالي د رباط پورې عمومي سړک خامه دی، تاسيسات بايد جوړ شي، ګدامونه بايد جوړ شي.هغه کوم شيان چې د ترانزيټ لپاره مهم دي هغه کارونه بايد ټول خلاص شي.»

يوشمېر سوداګر هم د يادې لارې په ترانزیټ کېدو خوښي څرګندوي، خو له مسوولانو د اسانتياوو برابرېدو غوښتنه کوي.

یوه سوداګر سيدمرجان د انګور اډې لارې ترانزيټ کېدا ګټور بولي، خو غوښتنه کوي چې سوداګرو ته بايد ځينې اسانتياوې رامينځته شي. وويل:«د ګمرک ساحه ډېره کوچنی ده، يعنې نه پارکينګ شته، نه محفوظ ځايونه شته او نه ګدامونه شته په ګمرک کې چې تجاراتي مالونه پکې ودريږي؛ نو که دا لاره ترانزيټ شي، نو د نورو لارو تورخم، غلام خان او خرلاڅيو په نسبت انګورو اډې لاره ډېره نږدې راځي. هم به افغانستان ته مالونه په ارزانه قيمت تماميږي او هم نورو ملکونو ته ترانزيټ کولا شو.»

یوه بل سوداګر سمیرجان بیا وویل چې له ارګون څخه د سروبي تر رباطه سړک خراب دی او ګمرک کې ګدامونه نشته چې تجاران خپل مالونه پکې کېږدي.

نوموړي وویل: «د سروبي څخه تر رباطه پورې دا سړک بيخي کنډ او کپر دی، بيخي خراب دی. په معياري توګه نه‌و جوړ شوی. ډېر مشکلات دي. بل که لاره ترانزيټ هم شي، په سرحدي ګمرک کې هم اسانتياوې نه‌لرو نه ګدامونه شته او بل په ارګون کې د ګمرک عمومي مديريت کې هم ګدامونه نشته چې تجار مال په کې کېښودل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سوداګری خونې د معلوماتو له مخې، انګورو اډې لاره د هېواد د نورو لارو په پرتله د پاکستان کراچی بندر ته شاوخوا ۵۰۰ کيلومتره نږدې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام