Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د اطفایې کارکوونکو نوښت؛ له پوځي موټر یې، د اطفایې موټر جوړ کړی

IMG-20241202-WA0067

د هلمند اطفایه مدیریت د پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یو نوی ډیزاین شوی موټر جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې‌اخیستنې ته سپارلی دی.

د هلمند اطفائیه مدیریت مشر ملا عبدالله صدام وايي، دغه موټر په یوه میاشت کې د اطفایه کارمندانو له لوري جوړ شوی چې ځانګړي نوښتونه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد موټر ټانکر کې ۱۵۰۰۰ لیټره اوبه ذخیره کېږي چې پر یوه وخت له دوو ځایونو اوروژنې ته کارول کېدای شي. سربېره پر دې، د اړتیا په صورت کې نورو اطفائیه موټرو ته اوبه انتقالولی شي.

د دغه موټر ډیزاین د اطفایه مدیریت د کارمندانو له‌خوا، د یوه نظامي انټرنېشنل موټر او نور اړین سامان الاتو څخه شوی دی. صدام زیاته کړه چې دا موټر به د اوروژنې په چټکۍ او اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي او د اوروژنې مخنیوي کې به ګټور تمام شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هلمند کې د اطفایه مدیریت دا نوښت په داسې حال کې کوي چې د اوروژنې پر وړاندې د چټکو اقداماتو اړتیا تل د خلکو یوه اساسي غوښتنه پاتې شوې چې د دې نوي موټر ځانګړتیاوې او وړتیاوې به دغه ولایت کې د دې ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام