Asset 1SWN

د سرې میاشتې ټولنې ۶میاشتو کې ۵۳۹۹ رواني ناروغانو درملنه کړې

GkIM98wW4AA2i0N

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د تېرو شپږو میاشتو پرمهال کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندوز ولایتونو کې ۵زره او ۳۹۹ رواني ناروغانو ته د درملنې خدمات وړاندې کړي دي.

مسوولانو دغه څرګندونې چهارشنبه، کب لومړۍ نېټه، دغې ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په تړاو یوې خبري غونډه کې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو ناروغانو له ډلې ۱۸۹۶ یې له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمان په دې اړه وویل: «۵،۳۹۹ رواني ناروغه نارینه او ښځینه د افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه طبي خدمات ترلاسه کړي دي. له دې ډلې څخه، ۱،۱۲۱ کسان د دې څانګې په مرکزونو کې یې، درملنه شوې او ۴،۲۷۸ نور په خپلو کورونو کې درملنه شوې. له دې خلکو څخه، ۱۸۹۶ کسان روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.»

د هغه په وینا، تردامهاله د هېواد په کچه څه باندې ۱۲۲زره سوالګر مشخص شوي چې له ډلې یې، ۲زره او ۹۷۱ کورنۍ مستحقې پېژندل شوي او په میاشتني ډول معاش ترلاسه کوي.

نوموړي وویل: «تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ ۶۲۷ کورنیو ته چې سوال کولو ته یې، مخه کړې وه، وېشل شوي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مدثر همراز د اړمنو هېوادوالو د کره شمېر له وړاندې کولو پرته وايي، بشري مرستو ته اړتیاووې مخ په زیاتېدو دي. «افغانستان کې اړتیا ډېره ده، ځکه چې څو کلونو کې جګړه وه او طبیعي افتونو لکه زلزلې او سېلابونه راوتلي دي. مرستې مو بسنه نکوي او هڅه کوو چې ډېرو خلکو ته ورسېږي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان همدارنګه ټینګار کوي چې د قطر سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ یې تېرو شپږو میاشتو کې د خیاطۍ، مرۍګنډلو او غالۍ اوبدلو په برخه کې یو زر او ۱۷۲ بې‌سرپرسته ښځو او ۱۵۰ اړمنو ته حرفه‌يي او فني زده‌کړې ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پروګرام په کابل، کندهار، هلمند، فراه، فاریاب، بدخشان او بلخ ولایتونو کې تطبیق شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام