Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد ختیځ کې وروستیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

IMG_20220725_183850

د هېواد په ختیځ کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

ځايي مسوولان وايي، دغه سېلابونه «جمعه شپه» د ننګرهار په کوزکونړ او د لغمان الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ننګرهار کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ریاست مشر سیف‌الله خالد وايي، په کوزکونړ ولسوالي کې د سېلابونو له کبله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۲۰ نور ټپیان دي.

ده وویل، د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې او په دې اړه به د زیانونو کره شمېر وروسته شریک کړي.

هغه وویل: «زمونږ کارمندان سیمې ته رسېدلي، سروې پیل شوې، ټپیان د صحي ټیمونو په واسطه روغتونونو ته رسېدلي او د سروې تر بشپړېدو څخه وروسته به له خلکو سره بېړنۍ مرسته وشي.»

د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه په پوره او نیمه ډول ویجاړ شوي.

د کوزکونړ ولسوالي اوسېدونکي او سېلابونو کې زیانمن محمدعمر او جان‌محمد وايي، کورونه یې په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي او اوس له وړو ماشومانو سره تر شنه اسمان لاندې شپه او ورځ کوي.

محمدعمر وویل: «مېرمنې او واړه ماشومان دي، زمونږ سرپناه په بشپړ ډول له منځه وړل شوې، اوس په ډاګ کې شپې کوو، له حکومت غواړو چې مرسته راسره وکړي، که دوی زمونږ لاس ونه نیسي؛ نو مونږ  بېرته د خپل کور جوړولو وس نه لرو.»

جان محمد وویل: «سیلاب راغی د خلکو ځمکې یې خرابې کړې جوارو فصل یې خراب کړ زمونږ کور یې هم غورځولی ډیر زیات تاوان یې خلکو ته رسولی دی مونږ له حکومت مرسته غواړو.»

دغه سېلاب ځپلي له حکومته د مرستو غوښتنه کوي او وايي، سرپناوې یې په داسې حال کې له‌منځه تللي چې ژمی هم پرې را روان دی.

په همدې حال کې د لغمان پېښو ته د رسېدو رییس خیرمحمدي غازي وايي، لغمان کې د راوتلو سیلابونو له کبله خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو ۶۰ کورونه یې په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

دی زیاتوي، چې په سېلاب کې نږدې زر جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې. «په بېلابېلو سیمو کې سیلاب زیان اړولی، ډېر زیان یې په بدیع الاباد کې اړولي، د دغه سیلاب له کبله زر جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، سیلاب ځاني زیان خلکو ته نه دی اړولی خو مالي زیان یې زیات دی سایګل کې هم ځمکې، کانالونه او پلچکونه هم خراب کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روان کال د هېواد په سطحه د اورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام