Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د هستوګنې کورونو ته د نوري فایبر انټرنټ لېږد پروژه پيلېږي

430613226_774745318009655_8636002050838472613_n

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تازه پل‌علم کې هستوګنې کورونو ته د (FTTH) انټرنټ د لېږد پروژه منظور شوې او ډير ژر به ښاریانو ته د انټرنټ د لېږد بهیر پيل شي.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل، پل‌علم ښاریانو ته د غوره انټرنټ رسولو په موخه د نوري فایبر انټرنټ مزو لېږد پروژه منظوره شوې او دغه پروژه به د افغان ټلي کام شرکت له لوري په شپږو ناحیو کې د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یاد شرکت به د پل علم ښار په داخل کې څه باندې ۱۱ زره متره د نوري فایبر لین وغځوي او زرګونه کورنۍ به د نور فایبر له انټرنېټ سره وصل شي.
عابد همدارنګه وویل، هڅه کوي له مرکز پل علم وروسته نږدې ولسوالیو محمداغه، خوښۍ او بره کی برک ته د نوري فایبر انټرنېټ مزي وغځوي.

هغه وویل، د پخوا په پرتله په لوګر کې مخابراتي او انټرنېټې شبکو د پام وړ پرمختګ کړی ده او په دې ورستیو کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوې دي چې د یادو سایټونو له پرانېستې سره سم زرګونه هغه کورنۍ چې له انټرنېټ او مخابراتي خدماتو بې برخې وې برخمن شوي دي.

د پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي احمدخالد سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د نوري فایبر انټرنټي شبکې له لارې د هستوګنې کورونو او دفترونو ته د انټرنټ د لېږد بهیر پيل کېږي.

نوموړی ټینګار کوي چې یاده پروژه دې له ښار وروسته کلیوالو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وې چې لوګر کې د نوري فایبر شبکه له نن څخه کابو لس کاله وړاندې د تير جمهوریت پرمهال پرانېستل شوې، خو تراوسه پورې یې د بیلابیلو ستونزو له امله شخصي دفترونو او د هستوګنې کورونو ته انټرنېټ ندی وېشل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام