د کابل د پلچرخي صنعتي پارک کې د «بخت کمپل» په نوم یوې تولیدي کارخونه په فعالیت پیل وکړ. دې کارخونه کې ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې دا مهال پهکې ۹۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې کارخونه کې د ورځې ۱۰۰۰ کمپلې تولیدېږي چې د مسوولانو په وینا، راتلونکې کې به یې، د تولید ظرفیت د ورځې ۵۰۰۰ کمپلو ته لوړ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، لړم ۲۷مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کارخونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو له لوري پرانېستل شوه.
اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې برادر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال له داخلي صنایعو پر ملاتړ ټينګار کړی دی. « اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.»
د برادر په وینا، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه یادې کارخونې ته د افغانستان کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد پربنسټ، د سل میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي، څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي.
اقتصادي معاونیت وړاندې لیکلي: «له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له پانګوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد کې د ابادۍ او پرمختګ لپاره پانګونه وکړي او په وینا یې، سرپرست حکومت ورته زمینه برابره او هر ډول همکاري ته چمتو دی.