Asset 1SWN

د ټرانسپورټ وزارت له خصوصي سکټور سره د څه‌باندې ۲میلیارډ افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

0E43F404-B309-42A6-9711-50D3F67BEF93

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن «چهارشنبه، سلواغې ۱۱مه» کابل کې له خصوصي سکټور سره د څه باندې دوه میلیارډ افغانیو په ارزښت د درېوو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.

په دغه درېوو قراردادونو کې، د څه کم دوه میلیارده افغانیو په پانګونې د هرات د ګذرې ولسوالي د مسافر وړونکي ترمنیل رغولو ترڅنګ فاریاب کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د اقینې د تیرپارک پروژې رغول شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همداراز د کابل هوايي ډګر د انتظارخونې او پارکېنګ لپاره هم ۳۵۰میلیونه افغانیو د پانګونې قرارداد هم لاسلیک شوی دی.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د یادو درېوو پروژو قراردادونو په اړه جوړې شوې غونډې ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وویل چې د یادو پروژو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي.

نوموړي وویل: «د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت، د هرات ګذرې ولسوالي د ترمینل جوړول، د ۹۰میلیونه افغانیو په ارزښت، د فاریاب د اقینې بندر د تیرپارک جوړول او د څه باندې ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د کابل نړیوال هوایي ډګر د نوې انتظار‌خونې او پارکېنګ جوړول؛ په دې پروژو کې شامل دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست همداراز دې غونډې ته وویل چې د ګذرې ولسوالي د ترمینل د رغونې چارې به دوو کلونو کې ورغول شي. د نوموړي په وینا، د اقینې بندر د تیرپارک جوړونې موده درې کاله او د کابل هوایي ډګر انتظارخونه به د یونیم کال موده کې ورغول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام