Asset 1SWN

سلام وطندار

بهرمېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼې بیه له ۲۰۰ څخه ۵۰ ډالرو ته ښکته شوې

تذکره-الکترونیکی

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وايي چې د بهرمېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو د وېش بیه راټیټه شوې ده.

یادېادارې نن (سهشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې، څو بهر مېشتو افغانانو ته د اسنادو د ترلاسه کولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ادارې په وینا، دا تخفیف یوازې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی چې د اقامت قانوني اسناد لري او په حضوري ډول د پېژندپاڼ، لپاره مراجعه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوې پرېکړې له مخې، د پېژندپاڼو بیه د ګاونډیو هېوادونو، د منځنۍ اسیا هېوادونو او ترکیې لپاره له ۲۰۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده. په عربي، افریقایي هېوادونو او روسیه کې دا بیه بیا له ۲۰۰ ډالرو څخه ۷۰ ډالرو ته راښکته شوې.

همدارنګه، د اروپایي هېوادونو، امریکا، کاناډا او استرالیا لپاره د پېژندپاڼو بیه له ۲۰۰ ډالرو څخه ۱۵۰ ډالره ټاکل شوې.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، تمه ده چې دغه اقدام د بهر مېشتو افغانانو د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي او د هغوی د اسنادو د ترلاسه کولو پروسه نوره هم اسانه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام