Asset 1SWN

د م.م د سرمُنشي سیاسي مرستیالې دوحې غونډه کې ا.ا ته د ګډون بلنه ورکړې

2D9A9740-02-768x531

د ملګروملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې روزمیري دیکارلو کابل ته د خپل سفر پرمهال د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

د ارګ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې د ځینو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي سیاسي مرستیالې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي هم لیدلي دي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل رسنیو ته ویلي: «په دې لیدنه کې له ملګروملتونو سره د افغانستان اړیکو، د دوحې درېیمې ناستې او همداراز د دې ناستې د اجنډا په اړه هر اړخیز بحثونه شوې دي.»

روزمیري دیکارلو افغانستان کې د بشري مسایلو او مرستو رسونې ترڅنګ، د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو د سرپرست حکومت له چارواکو له هغې ډلې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال سره خبرې کړې دي.

هغې د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان مسلې د حل لپاره یو ښه فرصت بللی او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې دغه غونډه کې ګډون وکړي.

خو د سرپرست چارواکو یوځل بیا ویلي، سرپرست حکومت به د دوحې درېیمه غونډه کې د خپل دریځ د منلو په شرط ګډون وکړي.

د چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم د دوحې تېرې ناستې ناکامې بولي؛ خو زیاتوي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د سرپرست حکومت ګډون مهم دی.

کارپوهان وايي، ورته غونډو کې د ګډون او د مثبتو پایلو لپاره یې اړتیا ده چې سرپرست حکومت د نجونو د زده‌کړو حق او د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کولو په څېر یو لړ غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري وویل: «ټاکل شوې چې د دوحې ناسته جوړه شي، افغانستان څخه به یو پلاوی په‌کې ګډون وکړي او د یوه سیاسي جوړجاړي لامل دې شي. دا کېدای شي چې د امارت په ګټه وي.»

یوشمېر نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې نړۍ او ملګري ملتونه د افغانستان د سیاسي ستونزې په هواري کې جدي نه‌دي او له اوسنۍ سیاسي انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیالې سفر اغېزمن نه‌بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمن ثاقب وايي، اوس د افغانستان په اړه د ملګروملتونو تګ‌لاره تر ډېره پر بشري مرستو ولاړه ده.

هغه وویل: «فکر کوم چې اوسنیو شرایطو کې د ملګروملتونو سرمنشي سیاسي مرستیالې سفر د بشري مسایلو باندې ورټول دی، نه په سیاسي مسایلو باندې، ځکه تاسو پوهېږئ چې د طبیعي پېښو له امله وضعیت ترینګلی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت د دوحې په تېره غونډه کې د ملګروملتونو له لوري د دوی د مخکینیو شرطونو د نه منلو او د غونډې د اجنډا د نه شریکولو له امله ګډون ونه کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام