هلمند کې یوه دولتي ښوونځي سره د سیمې اوسېدونکو له لوري د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د لابراتوار، زر ټوکه درسي کتابونو، قرطاسیې، د څښاک لپاره د پاکولو اوبو برابرولو لپاره د لمریزې برښنا او نورو تعلیمي اسانتیاوو مرسته شوې.
دغه ښوونځی د مرکز لښکرګاه ښار کارېز سیمه کې موقعیت لري او مسوولان یې وايي، یادو مرستو د زدهکوونکو په تدریسي بهیر مثبت اغېز کړی او د عملي زدهکړو زمینه یې برابره کړې.
د کارېز لېسې سر ښوونکي عبدالتواب وویل: «په ښوونځي کې لابراتوار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري جوړ شوی چې نږدې ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی. د لابراتوار جوړېدل کولی شي د زدهکوونکو د زدهکړې کچه تر اتیا سلنه لوړه کړي او هغوی ته له نظري زدهکړو څخه عملي زدهکړو ته د تګ زمینه برابره کړي»
د کارېز لېسې ښوونکی سیدمحمد صالح هم د دغو مرستو اغېز مهم بولي او وايي: «کله چې زدهکوونکي لازم درسي توکي او عملي وسایل ولري، نو د تدریس کیفیت لوړېږي او د زدهکوونکو علاقه هم زیاتیږي. دا ډول همکاري د تعلیمي نظام د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د یاد ښوونځي زدهکوونکي هم وايي چې د درسي توکو برابرېدل او د ښوونځي د چاپېریال ښهوالی د دوی پر زدهکړیز بهیر مستقیم اغېز لري.
دوو زدهکوونکو احمد زمان او سید احمد وویل: «پخوا موږ ډېری عملي تجربې یوازې په کتابونو کې لوستلې، خو اوس کولی شو په خپله یې تجربه کړو. دا کار زموږ د زدهکړې کیفیت لوړوي.»
«دا مرستې په داسې وخت کې کېږي چې په دولتي ښوونځیو کې د امکاناتو کمښت جدي ستونزه ده. موږ له نورو خلکو هم غوښتنه کوو چې د ښوونځیو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د هلمند په دغه ښوونځي کې د ولسي وګړو وروستۍ مرسته داسې مهال کېږي چې د هېواد په ګڼو سیمو کې دولتي ښوونځي د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. ښوونکي او زدهکوونکي هیله لري چې دا ډول ولسي نوښتونه به دوام ومومي او د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا سبب به شي.