د امریکا تګزاس ایالت کې د سېلابونو پرمهال د اوښتو تلفاتو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی چې ۱۵ ماشومان هم په کې شامل دي.
د راپورونو پر اساس، اوس هم یوشمېر کسان ورک دي او د نورو سېلابونو راتلو خبرداری ورکړل شوی.
دغه سېلابونه د جمعې په ورځ د تګزاس ایالت «ګوادالوپ» سیمه کې یو ناڅاپه راوتلي چې ګڼ شمېر موټر او کورونه یې وړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکايي چارواکو ویلي چې د نادرکه کسانو د پلټې عملیات دوام لري او تراوسه د هغوی کره شمېر نهدی مشخص شوی.
همدارنګه ویل شوي چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه سېلابونو ګڼې سیمې ځپلي دي.