Asset 1SWN

نیدرلنډز او ډنمارک اوکراین ته «لیوپارډ ۲» ټانکونه ورکوي

1668459-956689-1287x836

د نیدرلنډز دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد او ډنمارک به د روسې پر وړاندې جګړې لپاره اوکراین ته «لیوپارډ ۲» ۱۴ نوي ټانکونه وسپاري.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه، جولای ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ټانکونه د جرمني د « Rheinmetall» له‌خوا جوړ او تر ازمایښت وروسته، دې ته اماده شوي چې اوکراین ته ولېږدول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو هېوادونو د تېرکال اپرېل میاشت کې اعلان کړی وو چې ټانکونه به له یوه درېیم هېواد اخلي او اوکراین کې د جګړې لپاره به یې، چمتو کوي.

دغه وزارت اوکراین ته د یادو ټانکونو د لېږد کره نېټه نه‌ده په ډاګه کړې، خو یوازې ویل شوي چې د دوبي له پای ته رسېدو وړاندې به یاد ټانکونه اوکراین ته ورکړل شي.

د هلند دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ټانکونه به جګړه کې اوکراین سره مرسته وکړي، څو مخکښ واوسي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لیوپارډ ۲ ټانکونه چټک وېشتل کوي، ګړندی تګ لري او له خپلې خدمې په غوره توګه ساتنه کولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام