کابل کې د سړک پر غاړه د بهرنیو اسعارو د تبادلې یوشمېر صرافان وايي، د افغانستان بانک هغې پرېکړې چې د شهزاده سرای یو صراف باید د دوی ضمانت وکړي، اغېزمن کړي دي.
د افغانستان بانک د پرېکړې له مخې، هغه صرافان چې د شهزاده سرای مخته د بهرنیو اسعارو د تبادلې برخه کې فعالیت کوي، باید د شهزاده سرای یو صراف یې، ضمانت وکړي، څو دغه بانک ورته جواز ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه صرافان سلاموطندار ته وايي چې صرافان یې، تضمین نهکوي چې له امله یې، کاروبار څخه پاتې او ستونزو سره مخ شوې دي.
د شهزاده سرای مخته یو صراف محمد وویل: «اصلي ستونزه دا ده چې دوی موږ ته د کار کولو اجازه نهراکوي، ځکه چې دوی وايي، تاسو جواز نهلرئ. مرکزي بانک ویلي چې یو هټۍلرونکی صراف کولای شي، د درېوو تر څلورو کسانو تضمین وکړي او موږ دا ډول نهلرو. موږ کار ته نهپرېږدي.»
په ورته عبدالحمید هم چې د سرای شهزاده مخته د صرافۍ چارې مخته وړي، د افغانستان بانک مسوولانو څخه غواړي چې دوی خپل کاروبار ته پرېږدي. «د افغانستان بانک څخه مې دا غوښتنه ده چې خلکو باندې رحم وکړي او زړه وسوځوي او اجازه ورکړي چې خپل کاروبار ورکړي او یوه ډوډۍ حلال رزق وګټي.»
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولان هم له افغانستان بانک غوښتنه کوي چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
د یادې ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وویل: «له افغانستان بانک مو غوښتنه ده چې صرافانو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپل کار ته راشي او دوی هر د خپلې کورنۍ سرپرست دي، له دې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي.»
بلخوا د افغانستان بانک مسوولان بیا وايي چې تازه د سرپرست حکومت مشرتابه د پولي خدمتونو او صرافانو قانون توشېح کړی دی. د یاد بانک ویاند حسیبالله نوري سلاموطندار ته وویل چې د بهرنیو اسعارو صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي.
هغه وویل: «په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د پیسو او تبادلې د خدمتونو قانون تصویب شوی او پر اساس به یې، د خلکو ټولې راکړې ورکړې تنظیمیږي او د بهرنیو اسعارو صرافان چې د سړک پر غاړه فعالیت کوي، باید د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره جواز واخلي.»
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه بانک څه باندې۱۰۰۰ صرافانو او د پولي خدمتونو ۶۰۰ نمایندګیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.