Asset 1SWN

د کار وزارت څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۷۸۶۷۸۶۷

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د څه باندې درې میلیونه ډالرو په ارزښت یې، څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ اته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړې دي.

د یاد وزارت ویاند  سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې د دې هوکړه‌لیکونو په لاسلیک‌کېدو سره به هېواد کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت او څلور نړیوالو بنسټونو ترمنځ اته هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې په اوو ولایتونو، کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، لغمان، بدخشان او جوزجان کې پروژې تطبیقېږي چې ۲۴۳۷ د کورنیو سرپرستو ته د کار کولو زمینه برابره شي او ۴۶۰۰ د کورنۍ ماشومانو څخه به هم ملاتړ وشي.»

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، دغه هوکړه‌لیکونه له سرف افغانستان، سېف‌ ده چلډرن، ساپو او واو بنسټونو سره لاسلیک شوې دي. بل‌خوا د یادو بنسټونو مسوولان بیا د دغو هوکړه‌لیکونو لاسلیک‌کېدل، هېواد کې د کارموندنې برخه کې اغېزمن بولي.

د یادو بنسټونو په استازیتوب غلام مجتبی رسولي وویل: «موږ په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۲زره کورنۍ سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او لاتړ کوو او د هرې پېشې لپاره ۳۷۵ ډالره مو ځانګړې کړې دي.»

د سرف افغانستان موسسې استازی صابر حلیمي وايي چې دغه موسسه به د حرفوي زده‌کړو، په ځانګړې توګه مالدارۍ، بوټ ګنډلو، فلزکاري او نورو برخو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «کار د خلکو له‌خوا وړاندیز کېږي او موږ ترې ملاتړ او د کار زمینه ورته برابروو چې وکولای شي، خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي. د بوټ ګنډلو، مالدارۍ او نورو برخو کې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل تر اوسه، ۱۶۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې په پلي‌کېدو سره یې له ۸۰زره اغېزمنو ماشومانو ملاتړ شوی او ۲۵زرو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام