Asset 1SWN

سلام وطندار

عدلیې وزارت د کابل شېرپور کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

Kabul-city

د عدلیې وزارت مسوولان اعلان کړی چې د کابل ښار اړوند «شېرپور» سیمه کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې.

د یاد وزارت ویاند برکت‌الله رسولي نن پنج‌شنبه، لیندۍ اتمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې دغه ځمکه د پلان اړوند وه او په خپل‌سري توګه په‌کې ودانۍ جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي لیکلي: «د اسلامي امارت مشرتابه لارښوونه ده، هر چېرته چې پر غصب شوې ځمکه چا کور جوړ کړی وي او ثابته شي چې ځمکه غصب شوې، هر څه ژر باید د یادې ځمکې په اړه اقدام وشي.»

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، متصرفانو د غصب شویو ځمکو د مخنیوي کمېسیون ته هېڅ داسې سند نه‌دی وړاندې کړی چې وښيي، ځمکه غصب شوې نه‌ده.

د عدلیې وزارت له دې وړاندې د کابل ښار سناتوریم سیمه کې څه باندې ۲۳ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې مخکې هم دغه وزارت په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم یوشمېر ځمکې چې غضب شوې وې، له غصب خلاصې او دولتي اعلان کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام