د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه وزارت د بېلابېلو مسایلو اړوند څه باندې ۳۰۰ فتواوې صادر کړې دي.
دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن سهشنبه، وږي ۲۰مه کابل د دې وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال عزیزالرحمان منصور وویل، د قرانکریم، تفسیر او رسالو په ګډون د ۴۲ عنوانه کتابونو په اړه هم نظر ورکړل شوی دی. «د بېلابېلو مسایلو په اړه ۳۵۳ فتواوې صادرې شوي او همداراز ۴۲ جلده کتابونه لکه قرانالکریم، تفاسیر او رسالې د تصحیح لپاره تر نظر تېرې شوې دي.»
د حج او اوقافو وزارت مسوولان له دیني مراکزو او مدرسو څخه د څه باندې ۸۵۰۰ زدهکړیالانو فراغت، د جوماتونو، مدرسو او هدیرو لپاره کابل، غور، سرپُل، جوزجان، میدانوردک او لغمان کې د ۱۲۷ جریبه ځمکې ځانګړي کول، د حج پروسه کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون، څوارلسو ولایتونو کې د ۷۵ جوماتونو سمبالول او مختلفو ادارو کې د ۵ جوماتونو جوړول تېر یوه کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه بولي.
د هغوی په وینا، ګمرکونو کې د ۱۳ او د بېلابېلو ولایتونو مستوفیتونو کې د ۲۵ جوماتونو جوړولو لپاره تدابیر نیول شوي او همدارنګه د لوګر استېناف محکمه کې د یوه جومات، بدخشان کې د عیدګاه او نبوي جوماتونو، فاریاب کې د دریو جوماتونو او بلخ کې د حجاجو د مجتمع له جوړولو څخه نظارت شوی.
د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال زرمحمد حقاني وویل، د هېواد په سطحه د ټولو جوماتونو د ثبت لپاره هڅې دوام لري. «هڅه روانې دي چې افغانستان کې ټول جوماتونه رسمي شي او ښه دیني عالمان ورته وټاکل شي، څو د جوماتونو ارشاد او راتلونکي نسل لپاره خدمت وکړي.»
د حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي تېر کال ایران کې د اسلامي مذهبونو ۲۷ کنفرانس او ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي کنفرانس کې ګډون کړی او همدارنګه یې اوزبیکستان او سعودي عربستان ته هم سفر کړی دی.