Asset 1SWN

د حج او اوقاف وزارت هر حاجي ته ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکوي

3333333

د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي، د روان کال حج مراسمو ګډون کوونکو حاجیانو ته به ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکړي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د وږي ۲۱مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې. دغه پیسې د سږکال  حج مراسمو کې د حاجیانو له لګښت «اضافي» شوې چې دغه وزارت یې بېرته حاجیانو ته سپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حج او اوقاف وزارت د مسوولانو په وینا، په کابل کې حاجیان د خپلو پاتیو «باقي» پیسو د ترلاسه کولو لپاره کولای شي یاد وزارت ته مراجعه وکړي.

په ولایتونو کې حاجیانو د خپلو پاتیو پیسو اخیستلو لپاره د حج او اوقاف وزارت اړوند ریاستونو ته ورتللی شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره پر هر حاجي ۳۹۲۴ ډالره لګښت راغلی دی.

سږکال سعودي عربستان د حج مراسمو ادا کولو په موخه د افغان حاجیانو لپاره ۳۰زره کسانو سهمیه ځانګړې وه چې یاد وزارت له دغې سهمیې څخه بهر مېشتو افغانانو ته هم ۱۰۰۰ کسانو سهمیه ورکړې وه.

دغه وزارت د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره ۶۵۲ ښوونکي هم ګومارلي وو چې د حج فریضې ادا کولو پر مهال به یې افغان حاجیانو ته لارښوونې ورکولې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د حج او اوقاف وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د تېرو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو لګښت له دې امله لوړ وو چې په وینا یې، حاجیانو ته د اسانتیاو زیاتېدو ترڅنګ سعودي کې د ځای او ټکټونو بیې لوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام