د ځیرک ټیلیفونونو چینايي «هوواوې» شرکت مسوولان وايي چې د دغه شرکت نوی ځیرک ټیلیفون «Mate70» چین کې د پام وړ پلورونکي نهلري.
چین کې د هوواوې «Mate70» ټیلیفون ته د پېردونکو د پام نهوراوښتو له امله دغه هېواد کې اپل شرکت ته د بازار د ګټې اړولو وېره زیاته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بازار د شنونکو په وینا، هوواوې د اټکل خلاف مخ پر ځوړ ګواښ سره مخ دی، داسې چې یاد شرکت روان کال بازار ته د «Mate70» ۴۸میلیونه ټیلیفیونونو د وړاندې کولو اټکل کړی و، خو د یاد شرکت مخکیني pure70 ډوله ځیرک ټیلیفونونو یوازې پنځه میلیونه ټیلیفونه بازار ته وړاندې شول.
د هوواوې «Mate 70» او «Mate 60» ځیرک ټیلیفونونه چې تېرکال دغه شرکت نندارې ته وړاندې کړل، د لومړي اټکل له مخې تر دې مهاله تر ۱۳ میلیونه بازار ته وړاندې کړې دي.
دې شرکت اټکل کړی و چې له ۱۵ تر ۱۶ میلیونه نوي ځیرک موبایلونه به بازار ته وړاندې کړي.
شنونکي همداراز اټکل کوي چې سږکال به بازار کې د «Mate 60» په پرتله د «Mate 70» پلور کم وي. د دوی په وینا، د پلور کچې دا کمښت به د اپل او نورو شرکتونو په ګټه وي.