Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د مرکزي بهسود ولسوالي لویه لاره تړل شوې

082e5864-cd7e-43ad-9632-1dc491d534de

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بهسود ولسوالي لویه لاره د زیاتې واورې او برف‌کوچونو له امله  خلکو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د دغه ولایت د طبیعي پرضد د مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، د مرکزي بهسود ولسوالي په «کوه بیرون» سیمه کې د واورې اورښت له امله برف‌کوچونه راغلي او د دغې ولسوالي لویه لاره یې له نورو لسوالیو او کلیو سره تړلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، په مرکزي بهسود ولسوالي کې د وروستیو واورو اورښت او برف کوچونو له امله خلکو ته پراخې ستونزې را ولاړې شوې دي، خو ټینګار کوي چې د ولایت مقام او اړونده ادارو سره په  همغږۍ به د مرکزي بهسود ولسوالۍ اوسیدونکو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېر دې نه وي چې د میدان وردګ ولایت د مرکزي بهسود ولسوالۍ کې د ورستیو واورو اورښت او برفکوچونو له امله دوه کسان هم وژل شوې دې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام