Asset 1SWN

افغانستان کې د کوچۍ مېرمنو ژوند؛ «خاوند مې وايي، بل واده کوم، هلکان کم دي»

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۲۱ص۱۲ثصیضصی

د ښځو حقونو او ټولنیزې پراختیا ته په پام کوچۍ مېرمنې او نجونې لاهم د ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. فقر، په کم عمر کې واده، ښوونیز او روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی، نورې هغه برخې دي چې کوچۍ مېرمنو او نجونو ته یې ژوند سخت کړی دی.

په دې راپور کې له ۱۷ کوچۍ مېرمنو سره چې تازه له ننګرهار څخه د کابل ښار د «الوخېلو» سیمو ته راغلی، مرکې شوې دي. ګڼ‌شمېر له دوی شکایت کوي چې په کم عمر کې واده شوي او  له اقتصادي ستونزو سربېره، له رواني او روغتیايي ستونزو کړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د غوراوي له حق او د نظر ورکولو له حق برخې‌منې نه‌دي چې له امله یې دوی له دې حقونو ناخبرې دي. له دې سربېره  په یوې کږدۍ کې د څو کورنیو او یا هم د «میرې» سره ګډ ژوند د کوچۍ مېرمنو له نورو مجبوریتونو شمېرل کېږي.

ښاپېرۍ چې د اوو اولادونو مور ده، وايي، هیله‌لري خپلو لومړیو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي. «ژوند سخت دی. څو کورنۍ په همدې یوې خېمه کې وېده کېږو، ولادت همدې خېمه کې کېږي او ماشومان له واټن پرته پیدا شوي، کله چې ونه‌غواړم ماشوم راوړم، بل واده راباندې کوي، مجبوره یم چې اولاد راوړم، خاوند مې وايي، پنځه نجونې دي او هلکان کم دي، بله واده کوي.»

سپوږمۍ چې د دې له خوښې پرته واده شوې، وايي: «زه یو ماشوم لرم، ډېر موده وشوه چې واده مې کړی، خو ماشومان مې‌ نه‌وو له همدې امله یې بل واده راباندې وکړ، کله یې چې واده کولم، دوی له ما پوښتنه ونه‌کړه. زما پلار دا پرېکړه وکړه او زه خبره نه‌وم، ما زده‌کړې نه‌‌دي کړي؛ په لمونځ او قرآن نه‌پوهېږم.»

ګل‌پروشه چې د شپږ اولادونو مور ده، له خپلو اساسي حقونو د محرومیت له امله یې د پلار او د خاوند کور کې سخت ژوند کړی. «یوه خېمه لرو، یوځای ژوند کوو، له میرې او اولادونو سره مې، مور مې مړه شوې او میره هم لرم، هلته مې هم سختۍ وګاللې او دلته یې هم ګالم، خلاصه ژوند چې زه لرم، خدای دې دښمن ته هم نصیب نه‌کړي.»

هغه کوچۍ مېرمنې چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوي، وايي، د پلار د کورنۍ له غړیو سره د اړیکو نیولو او پاللو له حق هم محرومې دي، ځکه د دوی د دودونو له مخې، هغه نجلۍ چې واده کېږي، باید د پلار له کورنۍ سره هېڅ‌کله اړیکه ونه‌پالي.

جمالي چې لوڼې يې واده شوې، وايي: «لورګانې مې چې واده شوي ترې خبره نه‌یم، زموږ نارینه یې په واده ورکوي. له هغې ورځې چې واده شوي، ترې خبره نه‌یم، “موږ سخت ژوند لرو.”»

ریزه‌ګل هم وویل: «درې ننګېندې لرم، زما لوڼې واده شوي؛ کله چې واده کېدې، نو له دوی پوښتنه ونه‌شوه، له همدې امله اوس ښه او خوشاله ژوند نه‌لري او ظلم ورسره کېږي. د واده له ورځې راهیسې نه‌دي راغلي او زه ترې خبره نه‌یم.»

زرمینه چې څو کاله یې له واده کېږي، وايي، له واده وروسته د پلار له کورنۍ خبر نه‌لري. «په ټوله کې زموږ خلک که پیسې هم ولري، خېمه کې ژوند کوي او تل ګټه کوي، ستونزې ډېرې دي، خپله ناروغه یم، کلونه کېږي له مور او پلار مې خبره نه‌یم او هغوی هم له ما خبر نه‌لري.»

د ناسمو دودونو له‌منځه وړل او د یوه او ارامه ژوند لرل، د هغې کوچۍ مېرمنې په هیله بدله شوې. میمونې چې ۱۵کلنۍ کې واده کړئ، وايي، د ستونزو له امله پر رواني ناروغیو اخته شوې. هغې وویل: «په ۱۶کلنۍ کې مور شوم، اولادونه مې درس نه‌وايي، کار کوي، غواړم دوی درس ووايي او ښه کور کې ژوند وکړو، خو نه یې لرو. رواني یم، تل مې سر درد کوي.»

دوام لري…

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام