د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون نن سهشنبه، جدي یوولسمه د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته عبدالغني برادر وویل، دغه بند د څه باندې ۹ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دا بند به د خلکو اقتصاد کې مهم رول لري او د خلکو د اړتیا وړ انرژي به برابره کړي او د اقتصادي وضعیت ښهوالي کې مهمه ونډه لري.»
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم دغو مراسمو ته وویل، اسلامي امارت د اوبو بندونو جوړولو او د هېواد د اوبو مدیریت په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي دي. هغه زیاته کړې چې د شاه او عروس بند په ګټې اخیستنې سر به ۱.۲ میګاواټه برښنا تولید شي.
نوموړي زیاته کړه: «۱.۲ مېګواټه برښنا له دې لارې تولیدېږي او سېلابونه هم کنټرولېږي. د اسلامي امارت په راتلو سره تېرو درېوو کلونو کې د اوبو مدیریت لپاره اسلامي امارت ګامونه پورته کړي دي.»
همدا ډول د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي، د شاه او عروس بند جوړولو لپاره څه باندې ۵۲ میلیونه ډالره لګول شوي دي.هغه وویل، دغه بند د څښاک پاکو اوبو ته د ۲۰ زره کورنیو د لاسرسي زمینه برابروي.
نوموړي زیاته کړه: «دا یوه حیاتي پروژه ده او د دې بند پر جوړېدو ۵۲ میلیونه ډالره لګښت راغی او نهه میلیونه متر مکعبه اوبه ذخیروي چې د ۲۰زره کورنیو لپاره د اوبو برابرولو زمینه هم برابره شوې.»
د شاه او عروس بند جوړولو چارې د یوه ایراني شرکت د انجینیرانو او متخصصانو له لوري شوي. د دغه ایراني شرکت مسوول سیفالله نجفي وویل، د دغې پروژې بشپړولو ترڅنګ یې، د دغه بند د ساتنې لپاره یې فني کارګران هم روزلي دي.
هغه وویل: «دغه شرکت سربېره پر دې چې دا پروژه پلې کړه، هڅه یې وکړه چې ټکنالوژي، جوړونې او ښوونې برخه کې روزنه ورکړي او څه باندې ۹۰سلنه زموږ انجینیران د افغانستان وو.»
د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند جوړولو چارې په ۱۳۹۱ کال کې پیل شوې، خو د ځینو فني ستونزو له امله یې چارې ځنډول شوې او تر بیا پیل وروسته اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.