د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د والیبال فدراسیون له لوري د سوېل ختیځ زون په کچه پيل شوې سیالي د خوست د والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل چې دغه سیالي د لوګر په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ پيل شوې وې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د خوست لوبډلې، لوګر ته ۳ پر ۲ پایلې سره ماته ورکړه او د سوېلختیځ زون په کچه یې د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه.
د نوموړي په وینا، د یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه د سوېلختيځ زون په کچه د والیبال غوره لوبغاړو پېژندل، والیبال لوبې ته وده ورکول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول وو.
لوګر کې د سوېلختیځ زون په کچه جوړو شویو سیالیو لوبغاړي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې د پنځه ولایتونو په کچه د والیبال سیالي وشوې. دوي ټینګار کوي چې ورته سیالۍ دې د هیواد په نورو زونونو کې هم جوړې شي.