پکتيا کې د کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «انټرکلب» په نوم پیل شوې سيالي د څوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالي څه موده وړاندې پیل شوې او پرون سهشنبه د تلې ۱۸مه پای ته ورسېدې.
د پکتيا د کرېکټ امریت مسوول بختمحمد زرملوال سلاموطندار ته ویلي چې په يادو سياليو کې د مرکز ګردېز او ټولو ولسواليو څخه ۳۱ لوبډلو ګډون کړی وو چې پرون سهشنبه د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدي.
د نوموړي په وينا، دغه لوبې ولايتي لوبډلو ته د نويو او با استعداده لوبغاړو د پيدا کولو په موخه جوړې شوې وې.
په ورته وخت کې بيا ځينې لوبغاړي نيوکه کوي چې د کرېکټ بورډ عمومي رياست لهخوا له پکتيا سره دوهګونی چلن کېږي او وايي، پکتيا د زون مرکز دی، خو په وینا یې، جوړ شوی لوبغالی هېڅ ډول اسانتياوې نهلري او يوازې يو تش ډاګ دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دوی د کرېکټ بورډ له چارواکو غوښتنه لري چې د پکتيا کرېکټ لوبغالي کې دې د نندارچيانو لپاره د ناستې ځای او نورې اسانتياوې برابرې کړي.