یمن کې د حوثیانو ویاند یحی سرېع وايي چې پر اسراییلو یې، توغندیز برید کړی او یو پوځي مرکز یې، په نښه کړی دی.
د نوموړي په وینا،حوثیانو په تلابیب کې د اسراییلو پوځي مرکز باندې توغندیز بریدونه کړي، خو د اوښتې مرګژوبلې او زیانونو په تړاو یې، څه نهدی ویلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د المصیراح په نوم ټلوېزیون چې حوثیانو پورې اړوند دی، یوه خبر کې ویلي، د امریکا او برېټانیا هوايي ځواکونو د دغه هېواد په امران او سادا سیمو کې بریدونه کړي.
له دې وړاندې هم حوثیانو پر اسراییلو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه فلسطینیانو سره د یووالي لپاره کوي.