د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د لومړي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لویه لاره چې د واورو اورښت او برفکوچونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ریيس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، دغه لویه لاره چې واورې اورښت او برفکوچونو له امله د خلکو پرمخ تړل شوې وه، وروسته له لسو ورځو بېرته پرانېستل شوې ده.
جلالي زیاته کړه، یاده لویه لاره چې ۵۰ کېلومټره اوږدوالی لري د «تېزک» او «کجو» سیمو کې د سختې واورې اورښت او برفکوچونو له امله بنده شوې وه چې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په مالي لګښت بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لومړی بهسود او دایمیرداد ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چې د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست له لوري یاده لویه لاره بېرته پرانستل شوه.
هېره دې نه وي چې د یادو ولسوالیو لوې لارې په تېر ژمې کې هم څو ځلې د سختو واورو اورښت او برفکچونو له امله تړل شوې وې.